الإمام المهدي ناصر محمد اليماني
29 - شعبان - 1446 هـ
28 - 02 - 2025 م
ماښام 09:45
(د ام القرى رسمي تقویم له مخې)
زه، امام مهدي ناصر محمد اليماني، اعلان کوم چې د 1446 هـ د رمضان لومړۍ ورځ د جمعې ورځ ده، یعنې اول د رمضان، او سبا د شنبې ورځ، دویم د رمضان دی، دا د الهي نښې له برکته ده چې الله تعالی د نړۍ د خلیفه په توګه ماته راکړې ده. زه مبارکي وایم ټولو هغو کسانو ته چې د ادراک نښه یې پټه کړه، دوی دې خبر وي چې د الله تعالی دهغه دپرښتو، او د ټولو خلکو لعنت به پردوی باندې وي—او یا که زه، ناصر محمد اليماني، له دروا غجنو یم او د نړۍ د خلیفه کیدو ادعا مې په دروا غو کړې وي، او که ما په ناحقه ادعا کړې وي چې الله تعالی ماته په کایناتي نښې (ادراک القمر) سره تأیید راکړی دی، نو زه دې د الله تعالی له خوا هلاک شم! دا نښه داده چې لمر دسپوږمۍ هلال په ادراک کې نیولی دی مخکې له دې چې شپه د ورځې څخه مخکې شي او لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي (چې دا بله نښه ده). له همدې کبله، د رمضان د نیمايي شپه به د پنجشنبې تر ماښام وروسته وي، یعنې د 14 د رمضان د شپې، چې د 2025 د مارچ 13مې سره برابره ده. نو د الله تعالی د خلیفه امام مهدي ناصر محمد اليماني د تایید نښه، د بدر سپوږمۍ به د پنجشنبې په ماښام (د جمعې په مبارکه شپه) راپورته شي، سره له دې چې ټول فلکي عالمان پوهیږي چې دا ناممکنه ده چې د 14 رمضان ورځ دې د پنجشنبې سره برابره شي، مګر که یو حالت موجود وي، او هغه دا چې هلال باید د پنجشنبې په ورځ زېږیدلی وي، او بیا د جمعې په شپه د لمر سره په داسې حال کې یو ځای شوي وي چې نوی هلال به یی لا دمخه زیږولی وي زه نه پوهېږم، آیا د بدر سپوږمۍ لا هم د الله تعالی یوه نذیره (ویرونکي)نښه ده، او که یو سخت مصیبت به راځي؟ دا خبره یوازې الله تعالی علي او قدير ذات ته معلومه ده ..
[عنوان ختم شو.
چې دلاندې لینک په زورکولوسره یی ترلاسه کولای شئ]